د یادې ازموینې پرانیسته نن په کابل پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې د استازو، د کورنیو چارو وزارت اړوند مسوؤلینو ،د کابل پوهنتون مسؤولینو او استادانو په حضور کې ترسره شوه. د ازموینو ملي ادارې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي سید محمد صابر، د مقام دفتر مسوؤل استاد احمد نوید نوري، د ازموینو سمون ریاست رئیس محترم دوکتور میر افضل کوټوال،په کابل پوهنتون کې د ازموینې له بهیر څخه نظارت وکړ .ګډونوالو ته ډاډ ورکړل شو، چې د ازموینې پوښتنې د متخصصو او تجربه لرونکو استادانو له لوري ترتیب شوي او ټول علمي او مسلکي معیارونه په کې په پام کې نیول شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د پولیسو اکاډمۍ ازموینه ته د هېواد له ټولو ولایتونو څخه نږدې ( ۳۶۰۰) تنو نوملیکنه کړې وه، چې نن جمعه (وري ۷ مه) نېټه يې په کابل پوهنتون کې ازموينه واخيستل شوه.