د ازموینو ملي ادارې له لوري د طب سنتي فعالیت جواز او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ماسترۍ پروګرامونو ازموینو ګډونوالو بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه په منظمه توګه ترسره شوه
Published on: **2026-04-01 11:58:21** | Views: 28
د ازموینو ملي ادارې له لوري د طب سنتي فعالیت جواز او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ماسترۍ پروګرامونو ازموینو ګډونوالو بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه په منظمه توګه ترسره شوه.یاده پروسه نن چهارشنبه، د روان ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې په ( ۱۲ مه) نېټه د سهار له اووه نیمې بجو پیل او د مازدیګر تر څلور بجو پورې یې دوام درلود. په دې پروسه کې د یادو ازموینو ټولو ګډونوالو د بایومتریک معلومات يې د ازموینو ملي ادارې د اصولو له مخې ثبت شول، څو ازموينه یې په شفاف او منظم ډول ترسره شي. د یادونې وړ ده چې د طب سنتي فعالیت جواز او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ماسترۍ پروګرامونو ازموینه به سبا پنجشنبه، د وري میاشتې په (۱۳ مه) نېټه، په کابل پوهنتون کې واخیستل شي.