د ازموینو ملي ادارې له لوري د طب سنتي فعالیت جواز او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ماسترۍ پروګرامونو ازموینو ګډونوالو بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر پیل شو. یاد بهیر نن چهارشنبه، د روان ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې په ( ۱۲ مه) نېټه د سهار له اووه نیمو بجو پیل او د مازدیګر تر څلور بجو پورې به دوام ولري. په دې پروسه کې د یادې ازموینې ټولو ګډونوالو د بایومتریک معلومات ثبتېږي، څو ازموينه یې په شفاف او منظم ډول ترسره شي. د طب سنتي فعالیت جواز او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ماسترۍ پروګرامونو ازموینه به سبا پنجشنبه، د وري میاشتې په (۱۳ مه) نېټه په کابل پوهنتون کې واخیستل شي.