د پولیسو اکاډمۍ ازموینې د ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر نن پنجشنبه (وري/حمل ۶مه) د سهار له اووه بجو پیل شوی او د مازدیګر تر څلورو بجو پورې به دوام ولري. په دې پروسه کې د ټولو ګډونوالو بایومتریک معلومات ثبتېږي، څو په ازموينه کې د عوضي اشخاصو مخه ونيول شي. د یادونې وړ ده، چې د پولیسو اکاډمۍ ازموینه به د جمعې په ورځ، د وري میاشتې په (۷ مه) نېټه، په کابل پوهنتون کې واخیستل شي.