یاد بهیر نن چهارشنبه، د روان ۱۴۰۵ کال د وري/حمل میاشتې په ( ۵ مه) نېټه د سهار له اووه بجو پیل شوی، چې تر سبا پنجشنبې(وري ۶ مې) نېټې د مازدیګر تر څلورو بجو پورې به دوام ولري. په دې پروسه کې د یادې ازموینې ټولو ګډونوالو د بایومتریک معلومات ثبتېږي، څو ازموينه یې په شفاف او منظم ډول ترسره شي. د یادونې وړ ده، چې د پولیسو اکاډمۍ ازموینه به د جمعې په ورځ، د وري میاشتې په (۷ مه) نېټه، په کابل پوهنتون کې واخیستل شي.