د ۱۴۰۵ کال عمومي، دیني مدارسو، شپې پوهنځیو، څوارلسم پاسانو او خارج مرز فارغانو کانکور ازموینې په څلورو پړاونو کې اخیستل کېږي. د ازموینو ملي ادارې د احتمالي پلان له مخې، لومړی پړاو چې د روان کال غوايي میاشتې په (۲۱ مه) نېټه اخیستل کېږي، د هېواد (۱۵) ولایتونه(میدان وردګ، پروان، غزني، کنړ، بغلان، فاریاب، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، بادغیس، ارزګان او غور) او د بدخشان (۵) حوزې( فیض آباد، بهارک، شغنان، درواز او خواهان) په کې شامل دي. دویم پړاو چې د غوايي میاشتې په (۲۸ مه) نېټه اخیستل کېږي، د هېواد(۱۸) ولایتونه (پنجشیر، لغمان، کندز، جوزجان، کندهار، بامیان، پکتیا، تخار، سمنګان، فراه، هلمند، دایکندي، ننګرهار، نیمروز، بلخ، خوست او زابل) او د نورستان ولایت(۳) حوزې (مرکزي نورستان، شرقي نورستان او غربي نوستان) په کې شامل دي. د چمتو شوي پلان له مخې به د درېیم پړاو، چې د کابل ولایت عمومي کانکور ازموینه په کې شامل ده، د غبرګولي میاشتې په (۱۲ مه) نېټه واخیستل شي. د څلورم پړاو ازموینه، چې د غبرګولي میاشتې په (۲۲ مه) نېټه په مرکز کابل کې اخیستل کېږي، د دې ولایت دیني مدارسو، څوارلسم پاسانو، شپې پوهنځیو او خارج مرز فارغان او په ولایتونو کې غیرحاضر شوي داوطلبان به په کې ګډون وکړي.