اﺯموينو ملي ادارې د ۱۴۰۱ کال کانکور اﺯموينې لومړي لسو تنو کاميابانو ته چې د هېواد په کچه يې لوړې نومرې اخيستې وې، تقدير کړل.
د اﺯموينو ملي ادارې مرستيال مولوي رحيم الله او مربوطه برخو مسوولينو يادو کاميابانو ته د کانکور ستورو ايوارډونو او تقدير لوحو په ورکړې سره مبارکي وويله او هغوي ته يې په تحصيلي او همدارنګه ټولنې ته د خدمت په برخه کې د راتلونکو مسووليتونو په اړه لاﺯمې لارښوونې وکړې.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ۱۴۰۱ کال کانکور ازموینې پروسې د روڼتيا او په اﺯموينه کې د برياليتوب په موخه د ځوانانو پر هڅو خبرې وشوې او د اﺯموينو ملي ادارې د راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل شول.
د اﺯموينو ملي ادارې مرستيال وويل نوي بريالي شوي کسان به د دويم ظرفيت پروسې په بشپړولو سره په نږدې ورځو کې تحصيلي بنسټونو ته وروپېژني.