د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموينو ملي ادارې له لورې اختصاصي، شپې پوهنځيو او ديني مدارسو اﺯموينه واخيستل شوه

1401/10/22 2705

مرغومي۲۲ ازموینو ملي اداره
نن د کابل په ګډون د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ازموینو ملي ادارې له خوا د پوهنتونونو لپاره د اختصاصي، شپې پوهنځیو او دیني مدارسو پروګرامونو له ګډونوالو څخه ازموینه واخیستل شوه.
په دغه ازموینه کې شاوخوا ۷۹۰۰ زره داوطلبانو ته کارتونه ویشل شوي و چې له دې جملې څخه ۲۶۰۰ تنه یې به کابل او پاتې ۵۳۰۰ تنه یې د هېواد له نورو ولایتونو څخه وو.
د دې ازموینې له لارې به دیني مدارسو فارغان او علمای کرام د پوهنتونو شرعیاتو او اسلامي تعلیماتو پوهنځیو، د څوارلسمو ټولګیو فارغان به د اختصاصي ازموینې له لارې په اړوندو څانګو او ګڼ شمېر ځوانان به د شپې پوهنځیو ته بریالي شي.
په کابل کې د ازموینو د پوښتنو صندقونه نن د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني، د پوهنې وزارت اسنادو د ارزونې رئیس مفتي عبدالولي سداد، د پولي تخنیک پوهنتون رئیس پوهنوال عبدالرشید اقبال او نورو مسؤلینو له خوا پرانیستل شول. 
د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني د صندقونو د پرانیستې پر مهال ګډونوالو ته په ازموینه کې د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړ او هغوی یې د تحصیلي بنسټونو لپاره د علمي رقابتونو له امله وستایل.
ازموینو ملي ادارې رئیس وویل د هېواد پرمختګ او هر اړخیزه سوکالي د علمي او تحصیلي وړتیاو د لوړېدا او ځوانانو ته د لازمو علمي فرصتونو برابولو پورې تړلې ده. نوموړي زیاته کړه د ازموینو ملي ادارې هڅه داده چې غوره استعدادونو تشخیص او وړ ځایونو ته یې ورپېژندنې. هغه همدارنګه وویل موږ هڅه کوو د دې ادارې له خوا داسې خدمات وړاندې کړو چې له امله یې د ازموینو په پروسو کې د ګډون کوونکو، د هغوی د کورنیو او د مربوطه اداراتو قناعت حاصل شي.
شیخ عبدالباقي حقاني وویل: په دغه ازموینه کې د هرې برخې لپاره پوښتنې د مربوطه نصابونو مطابق داسې جوړې شوي چې په اسانۍ سره د درک وړ دي، نوې دي او فصاحت او ګرامري جوړښت ته یې زیاته پاملرنه شوې ده. نوموړي همدارنګه د ازموینې د وخت پر زیاتوالي ټینګار وکړ او له استادانو یې وغوښتل چې د ازموینې نظم ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د هر هغه عمل مخه ونیسي چې له امله یې د ازموینو او استاد حیثیت ته ګوته نیول کیږي.
ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني ټولو علمای کرامو ته چې په ازموینه کې یې ګډون کړی و د ازموینې د تخنیکي پروسو، د پوښتنو د حل طرز او همدارنګه د پوښتنو جوړښت په تړاو معلومات ورکړل او له هغوي یې مننه وکړه چې په پوهنتونو کې د لوړو او تخصصي زده کړو لپاره د کانکور په پروسو کې ګډون کوي.  
د څوارلسم ټولګیو فارغانو اختصاصي، شپې پوهنځیو او دیني مدارسو فارغانو ازموینه د کانکور عمومي پروسې برخه ده چې له څه ځنډ وروسته د ازموینو ملي ادارې له خوا په بشپړ شفافیت او نظم سره واخیستل شوه، د یادې ازموینې پایلې به په راتلونکو څو ورځو کې له ګډونوالو سره شریکې شي.
ازموینو ملي ادارې اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©