د قرطاسیې او دفتري لوازمو تهیه کولو قرارداد ورکړې خبرتیا!
Published on: 2026-08-09 11:24:51 | Views: 0
د ازموینو عمومي اداره په پام کې لري، چې د «قرطاسیې او دفتري لوازمو د تهیه کولو» قرارداد د «حنظله هلال لوژستیکي» شرکت ته، چې د (۸۰۹۸۴) جواز لرونکی او مرکز یې میدان ښار، وردګ دی، په مجموعي قیمت د (۱،۵۲۷،۱۸۰) یو میلیون، پنځه سوه اووه ویشت زره، یو سل اتیا افغانیو په بدل کې ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص، چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې خبرتیا له خپرېدو څخه تر پنځو کاري ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ازموینو عمومي ادارې د تدارکاتو عمومي مدیریت ته، چې د کابل ښار، شهرنو، یفتلیانو کوڅې، د سټيسنټر شاته، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک کې موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکمونو سره سم، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده؛ تر هغې چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او نورې قانوني چارې ترسره نه شي، قرارداد نه ترسره کېږي.