د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې اخیستلو لومړی دور نن د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې رسماً پیل شو.

1402/04/29 2543

د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې لومړی دور نن په لوګر لوړو زده کړو مؤسسه کې د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني او د یاد ولایت بېلابېلو ادارو مسؤلینو له خوا د پوښتنو صندوق په پرانیستې سره پیل شو.

ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د ازموینې پرانیستې مراسمو کې، د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې لپاره د ازموینو ملي ادارې د چمتووالي، ګډونوالو ته د رامنځته شویو اسانتیاوو او د ازموینې شفافیت په موخه د جدي پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

الحاج شیخ عبدالباقي حقاني ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل:(( د ۱۴۰۲ کال په کانکور ازموینه کې مو ځوانانو ته زیات سهولتونه برابر کړي، چې باید د خپل ښه راتلونکي ټاکلو په برخه کې ترې سمه ګټه واخلي.)) ښاغلي حقاني وویل:(( لکه څرنګه چې مخکې به د ازموینې پوښتنې له یوې ژبې بلې ته ژباړل کېدې او ځوانان به د ستونزو سره مخ وو، دا ځل پوره هڅه شوې، په پښتو او دري ژبو نوې او اسانه پوښتنې جوړې شوي او د ژباړې تصور په بشپړ ډول له منځه تللی.)) نوموړي زیاته کړه:(( د ازموینې وخت مو څلورو ساعتونو ته غځولی تر څو ځوانان په ارام فکر، پرته د کوم فشار څخه پوښتنې ځواب کړي.))

د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني ګدنوالو ته په ازموینه کې د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړ او له استادانو یې وغوښتل، چې د ازموینې نظم ته پوره پاملرنه وکړي، څو کومه بې نظمي یا ګډوډي رامنځ ته نه شي.

د لوګر ولایت مرستیال والي عنایت الله شجاع، یاد ولایت ته د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني له ورتګ او د ازموینې له بهیر څخه د نظارت له امله مننه وکړه او د کانکور ازموینې د روڼتیا او حق حقدار ته د سپارلو په برخه کې یې د نوموړي هڅې وستایلې.

په یاده پرانیست غونډه کې د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس پوهنمل دوکتور شفیق الله شفقت ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې سږ کال په پوهنتونونو کې د جذب کچه لوړه ده او ډېر ځوانان به تحصیلي څانګو کې جذب شي.

نن ورځ چې د سرطان میاشتې ۲۹ مه نېټه ده، د هېواد په یوولسو ولایتونو(لوګر، پکتیا، تخار، بغلان، جوزجان سرپل، فاریاب، غور، بامیان، خوست او دایکندي) کې د کانکور لومړي دور ازموینه جریان لري.

 په دغه لومړي دور ازموینه کې د څوارلسم پاسانو او دیني مدارسو فارغانو په شمول د دولسم ټولګيو ۲۴ زره ۴۳۷ تنو فارغانو ګډون کړی، چې ازموینه به یې تر سبا ۳۰ مې نېټې پورې دوام ولري.

همدارنګه ټاکل شوې چې نن د غرمې وروسته به په همدغو ټاکل شویو یوولسو ولایتونو کې د علمای کرامو د عالیه او خامسه درجو علمي سویې د تثبیت ازموینه، هم واخیستل شي.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©