د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کال کابل ولایت د ۱۴۰۵ عمومي کانکور درېیم پړاو د لومړۍ ورځې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو ثبت لړۍ پیل شوه. یاد بهیر نن یکشنبه، د روان ۱۴۰۵ کال د غبرګولي/جوزا میاشتې په ( ۱۰ مه) نېټه د سهار له شپږو بجو پیل او د مازدیګر تر څلور بجو پورې به دوام ولري. په دې پروسه کې د یادې ازموینې ټولو ګډونوالو د بایومتریک معلومات ثبتېږي، څو ازموينه یې په شفاف او منظم ډول ترسره شي. د اړوندې ازموینې د ګډونوالو د دویمې ورځې بایومتریک ثبت پرواو به سبا دوشنبه ټه په کابل پوهنتون کې ترسره شي.