د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه کې له نږدې(۱۲۰ زره) تنو څخه ازموینه اخیستل کېږي.
Published on: **2026-06-04 08:17:17** | Views: 133
د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه کې له نږدې(۱۲۰ زره) تنو څخه ازموینه اخیستل کېږي.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال کانکور درېیم پړاو ازموینې پرانیسته، د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي مرستیال شیخ رحیم الله حقاني، د پوهنې وزارت، تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت، کابل پوهنتون او بېلابېلو ادارو مسؤولینو، ممتحن استادانو او د ازموینې ګډونوالو په حضور کې ترسره شوه.
په یاده پرانیستغونډه کې د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي مرستیال شیخ رحیم الله حقاني وویل:( د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه په څلورو پړاونو کې تنظیم شوې، چې درېیم پړاو یې د کابل ولایت دولسمو ټولګیو فارغانو ته ځانګړی شوی او نن یې د لومړۍ ورځې او سبا(جمعه) به د دویمې ورځې ازموینه واخیستل شي.)
ښاغلي حقاني زیاته کړه:(( لومړي پړاو کې د هېواد(۱۵) ولایتونه او دویم پړاو کې(۱۸) ولایتونه شامل ول او نن د درېیم پړاو ازموینه اخیستل کېږي، چې له دې سره د لومړنیو درې پړاونو د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ګډونوالو شمېر(۱۱۰ زره) تنو ته رسېږي او د څلورم پړاو ازموینې لپاره تر دامهال(۹ زره) تنو نوملیکنه کړې، چې د نوملیکنې لړۍ یې د جوزا میاشتې تر (۱۸ مې) نېټې پورې دوام لري.))
دغه راز د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي مرستیال شیخ رحیم الله حقاني وايي، چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه کې به نږدې(۱۲۰ زره) تنه ګډون وکړي.
همدارنګه په یاده پرانیستغونډه کې د پوهنې وزارت د تعلیم او تربیې معین شیخ عبدالمالک حقاني، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې معین مولوي غلام سعید احساس او د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اُسامه عزیز ویناوې وکړې او د ازموینو عمومي ادارې د ډله ییزو ازموینو اخیستلو ټولې پروسې یې شفافې وبللې او داوطلبانو ته یې سپارښتنې وکړې، چې په پوره اطمینان سره ازموینه کې ګډون وکړي او خپل استعدادونه وازمايي.
د ۱۴۰۵ کال کانکور درېیم پړاو، چې د کابل ولایت دولسمو ټولګیو فارغانو ته ځانګړی شوی دی، د دې ولایت د دویمې ورځې ازموینه به سبا(جمعه، د جوزا ۱۵مه) نېټه په کابل پوهنتون کې واخیستل شي.