د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل ولایت ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور درېیم پړاو د څلورمې ورځې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت لړۍ پيل شوه.
Published on: **2026-06-03 05:11:04** | Views: 86
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل ولایت ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور درېیم پړاو د څلورمې ورځې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت لړۍ پيل شوه.
دغه بهیر نن چهارشنبه، د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي/جوزا میاشتې په (۱۳مه) نېټه د سهار له (۶) بجو څخه پیل او د مازدیګر تر (۴) بجو پورې به دوام وکړي.
په یاده پروسه کې د کابل ولایت د عمومي کانکور درېیم پړاو ازموينې د ګډونوالو بایومتریک معلومات د ازموینو عمومي ادارې د اصولو او ټاکلو شویو معیارونو له مخې ثبتېږي، څو د ازموینې بهیر په شفاف، منظم او باوري ډول ترسره شي.
نن چهارشنبه، د ۱۴۰۵ کال غبرګولي ۱۳مه نېټه په کابل کې د درېیم دور ګډونوالو بایومتریک معلوماتو ثبت وروستۍ نېټه ده او د ازموینو په ورځو کې بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه نه ترسره کېږي.
که کوم ګډونوال تر اوسه یاده پروسه نه وي بشپړه کړي، ژر تر ژره دې کابل پوهنتون ته مراجعه وکړي!