د ازموینو ملي ادارې له لوري د ۱۴۰۴ کال ایګزیټ ازموینو ګډونوالو د کارتونو وېش او بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه پیل شوه.
Published on: **2025-11-23 11:05:05** | Views: 13
یاده پروسه به څلور ورځې دوام ولري، چې په ترڅ کې به شاوخوا (۱۰۰۸۷) ګډونوال خپل بایومتریک معلومات ثبت او د ازموینې کارتونه ترلاسه کړي.
د دې بهیر د شفاف، چټک او منظم ترسره کېدو لپاره، د ازموینو ملي ادارې له لوري ټول لازم تخنیکي او اداري امکانات برابر شوي دي. دغې ادارې د بایومتریک ثبت په بهیر کې سادهسازي رامنځته کړې، د کارکوونکو شمېر یې زیات کړی، او د تخنیکي اسانتیاوو په برابرولو سره یې د ګډونوالو لپاره هر اړخیز سهولتونه برابر کړي دي.
د نن ورځې بهیر، چې د کابل ولایت ګډونوالو لپاره ځانګړی شوی، په منظم ډول ترسره کېږي او په دې بهیر کې به نږدې (۳۲۵۰) ګډونوال د ازموینې کارتونه ترلاسه کړي او د بایومتریک معلومات به یې ثبت شي.
د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسې ګډونوالو د ازموینو ملي ادارې له لوري په یاده پروسه کې د رامنځته شوي نظم څخه خوښي څرګنده کړه او د ایګزیټ ازموینې په تړاو یې د ازموینو ملي ادارې کړنې د باور وړ وبللې.
د یادونې وړ ده، چې دا پروسه به تر راتلونکې سې شنبې (لړم ۲۰مې) نېټې پورې دوام وکړي او د جمعې په ورځ (لړم ۲۳مه) به د ټولو ګډونوالو ایګزیټ ازموینه واخیستل شي.