د رهبري شورا ناسته ترسره شوه.
Published on: **2025-11-23 11:03:26** | Views: 23
ياده ناسته کې چې د ازموينو ملي ادارې لوی رئيس الحاج دوکتور شيخ عبدالباقي حقاني په مشرۍ ترسره شوه، د دې ادارې تخنيکي مرستيال شيخ رحيم الله حقاني، رئيسانو، آمرينو او مسؤولينو ګډون کړی وو.د رهبري شورا ناسته کې د اخيستل شوو ازموينو اړوند بېلابېلو مسؤولينو خپل راپورونه او معلومات شريک کړل.
دغه راز د يو شمير مهمو موضوعاتو اړوند کمېټې وټاکل شوې، څو موضوعاتو ته ښه رسېدنه وشي.
همدارنګه د کابل پولي تخنيک پوهنتون ماسټرۍ پروګرامونو، د ماليې وزارت اړوند بستونو او د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ماسټرۍ او دوکتورا برنامو ازموينو ښه تنظيم او شفافيت اړوند لازم تدابير او تصميمونه ونيول شول.