د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل ولایت ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور درېیم پړاو د دویمې ورځې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر په منظم او شفاف ډول ترسره شو. دغه بهیر نن دوشنبه، د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي/جوزا میاشتې په (۱۱مه) نېټه د سهار له (۶) بجو څخه پیل او د مازدیګر تر (۴) بجو پورې يې دوام وکړ. د يادې پروسې په ترڅ کې د کابل ولایت د عمومي کانکور ازموينې ګډونوالو بايومتریک معلومات، د ازموینو عمومي ادارې د ټاکلو اصولو او معیارونو له مخې ثبت شول، څو د ازموینې بهیر د شفافیت، دقت او منظم مدیریت په فضاء کې ترسره شي. همدارنګه هغه ګډونوال چې، د نه حاضرېدو او یا نورو لاملونو له امله نن د بایومتریک معلوماتو ثبت بهير څخه پاتې شوي، کولای شي سبا د سه‌شنبې او چهارشنبې په ورځو کې حاضر شي، ترڅو د کانکور ازموینې څخه بې‌برخې نه شي. د ازموینو عمومي اداره هڅه کوي، چې د کانکور ازموینې ټول پړاوونه د عدالت، روڼتیا او باور اصولو سره سم پرمخ یوسي او ټولو ګډونوالو ته د سالمې سیالۍ مساوي زمینه برابره کړي.