د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو او د غزني او پکتیا ولایتونو د تخصص ټرینري بستونو ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر پیل شو! د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ (معلوماتي سیستمونه، ریاضیات او انګلیسي«TESOL») برنامو او د غزني او پکتیا ولایتونو د تخصص ټرینري(ارتوپيډي، عمومي جراحي، عمومي داخله او کوچنیانو داخله) بستونو ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر نن پنجشنبه، د ۱۴۰۵ کال زمري/اسد میاشتې په (۸مه) نېټه، د سهار له (۸) بجو څخه پیل شو، چې د مازدیګر تر (۴) بجو پورې به دوام ولري. د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه به سبا جمعه، د ۱۴۰۵ کال زمري/اسد میاشتې په (۹مه) نېټه، په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې او د غزني او پکتیا ولایتونو د تخصص ټرینري بستونو ازموینه به د غزني ولایت عامې روغتیا ریاست کې واخیستل شي.