د ازموینو ملي ادارې لوی رئيس الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني د افغان بااستعداده ماشوم سمیع الله هڅونې او ستاینې په موخه ځانګړې ناسته وکړه. په دې ناسته کې، محترم شیخ صاحب د سمیع الله کورنۍ غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د نوموړي زده کړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د علمي پرمختګ په لاره کې یې لا زیات ملاتړ وکړي. ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې افغانان له بااستعداده ځوانانو سره مینه لري، هغوی تل زده کړو ته هڅوي او ملاتړ یې کوي؛ ځکه دا ځوانان د هېواد د پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري. محترم شیخ صاحب ټینګار وکړ، چې اوسنی نظام د دیني علومو ترڅنګ، د عصري علومو ملاتړ هم کوي، هغه وویل، چې نه یوازې د دیني مدارسو زده کوونکي؛ بلکې د سمیع الله په څېر د عصري علومو زده کوونکي هم د نظام له پاملرنې او ملاتړ څخه برخمن دي. د ناستې په پای کې، د ازموینو ملي ادارې لوی رئيس الحاج دوکتور شيخ عبدالباقي حقاني له لوري سمیع الله ته بېلابېلې تحفې او ډالۍ ورکړل شوې، ترڅو نوموړی وستایل او زده کړو ته وهڅول شي.