د طلبای کرامو ثانویې او ما فوق ثانوې ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه پیل شوه.
Published on: **2025-11-23 11:02:03** | Views: 12
ازموینو ملي ادارې د کابل په ګډون د هېواد په شلو ولایتونو کې د طلبای کرامو د ثانویې او مافوق ثانویې درجو علمي سویې تثبیت ازموینې د اخیستلو په موخه د بایومتریک معلوماتو د ثبت لړۍ شروع کړې.
د ازموینو ملي ادارې مسؤولین او ممتحن پلاوي ټولو ولایتونو ته تللي او یاده پروسه یې په منظم ډول پیل کړې ده.
د یادو ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه په ځینو ولایتونو کې تېره ورځ پیل شوې او نن په ټولو ولایتونو کې دوام لري.
د ازموینو ملي ادارې مسؤولینو له لورې طلبای کرامو ته د بایومتریک معلوماتو د ثبت په ترڅ کې د معلوماتو ورکولو منظم ټولګي هم ترتیب شوي او د ازموینو کمېټې استادانو له لورې طلبای کرامو ته د ازموینې تخنیکي پروسو سره د بلدتیا په موخه معلومات هم ورکول کیږي.
ازموینو ملي ادارې ممتحن پلاوو همدارنګه ازموینو ته د ښه چمتووالي او هماهنګۍ په موخه په اړوندو ولایتونو کې بېلابېلو ادارو مسؤولینو سره هم لیدنې ترسره کړي او د همکاریو ډاډ ورکړل شوی.
طلبای کرامو د باویومتریک معلوماتو ثبت پروسه نن پنجشبه( تلې ۳مه) تر مازیګر ۴:۰۰ بجو دوام لري او په ترڅ کې به یې د شاوخوا (۱۰۰۷۳) تنو بایومتریک معلومات ثبت شي.
د یادونې وړ ده چې نن په سرپل او بادغیس ولایتونو کې د مدارسو ثانویې او مافوق ثانویې درجو تثبیت ازموینې اخیستلو لړۍ عملاً پیل شوه او سبا به په کابل او نورو ولایتونو کې هم واخیستل شي.
۱۴۰۴ تلې۳مه