د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل ولایت ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور درېیم پړاو د لومړۍ ورځې ګډونوالو بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه په منظمه توګه ترسره شوه. یاده پروسه نن یکشنبه، د روان ۱۴۰۵ کال د غبرګولي/جوزا میاشتې په ( ۱۰ مه) نېټه د سهار له شپږو بجو پیل او د مازدیګر تر څلورو بجو پورې یې دوام درلود. د یادې پروسې په جریان کې د کابل ولایت ښوونځیو د دولسمو ټولګیو فارغانو د کانکور ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلومات د ازموینو عمومي ادارې د اصولو له مخې ثبت شول، ترڅو په ازموينه کې بشپړ شفافیت او نظم وساتل شي. د یادونې وړ ده، هغه ګډونوال چې نن ورځ د نه راتګ او ستونزو له امله د بایومتریک معلوماتو ثبت له پروسې څخه پاتې شوي، کولای شي د بایومتریک پروسې پاتې ورځو (دوشنبه، سه شنبه او چهارشنبه) چې د کابل ولایت ۱۴۰۵ کال کانکور ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت لپاره ځانګړې شوي، د بایومتریک معلوماتو ثبت لپاره حاضر شي، تر څو له ازموینې څخه پاتې نه شي.