د کانکور درېیم پړاو؛ د درېيمې ورځې ګډونوالو د بایومتریک ثبت بهیر ترسره شو. د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل ولایت د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور درېیم پړاو د درېيمې ورځې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر نن سه‌شنبه، د غبرګولي/جوزا میاشتې په (۱۲مه) نېټه، چې د سهار له (۶) بجو څخه پیل شوی و ، د مازديګر تر (۴) بجو پورې يې دوام درلود. یاد بهیر، چې د ازموینې د شفافیت او منظمې ارزونې په موخه ترسره کېږي، تر چهارشنبې ورځې پورې به دوام ولري. په دې لړۍ کې د ګډونوالو بایومتریک معلومات د ازموینو عمومي ادارې د اصولو او تخنیکي معیارونو له مخې ثبتېږي، څو د کانکور ازموینې پروسه لا شفافه، باوري او منظم ترسره شي. همداراز ټاکل شوې ده، چې د درېیم پړاو د څلورمې ورځې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر به سبا چهارشنبه(د جوزا ۱۳مه) نېټه په کابل پوهنتون کې ترسره شي.