د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) درېیم پړاو تحریري ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر ترسره شو!
Published on: **2026-09-13 12:02:51** | Views: 70
د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) درېیم پړاو تحریري ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر ترسره شو!
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) درېیم پړاو تحریري ازموینه کې (انتانی، توبرکلوز، داخله صدری، انستیزی، داخله اطفال، داخله عمومی و جلدی) څانګې شاملې دي، چې د ازموينې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر يې نن یکشنبه، د ۱۴۰۵ کال وږي میاشتې په (۲۲مه) نېټه، چې د سهار له (۸) بجو څخه د ازموينو په عمومي اداره کې پیل شوی و او د مازدیګر تر (۴) بجو پورې یې دوام درلود.
ټاکل شوې، چې د يادو څانګو ازموينه به سبا (دوشنبه)، د ۱۴۰۵ کال وږي میاشتې په (۲۳مه) نېټه په کابل پوهنتون کې واخيستل شي.