د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو او د کیور روغتون د ټریني بستونو ازموینې په شفاف او منظم ډول واخیستل شوې. د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د (برېښنا انجنیري، نفت او ګاز د کیمیاوي صنایعو انجنیري، هایدرولیکي جوړښتونو انجنیري، د اوبو زېرمو هر اړخیز مدیریت، ټرانسپورټېشن انجنیري، ودانیو د جوړښت انجنیري او د ودانیو انجینرۍ مدیریت) ماسټرۍ برنامو ازموینه او د کیور روغتون د ټریني بستونو ازموینه نن جمعه، د ۱۴۰۵ کال د زمري/اسد میاشتې په (۲مه) نېټه، په کابل پولي تخنیک پوهنتون او د کابل ښوونې او روزنې په پوهنتون کې په منظم او شفاف ډول ترسره شوې. د یادو ازموینو د پوښتنو صندوقونه د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنيکي مرستيال شيخ رحيم الله حقاني، د پوښتنو بانک چارو د تنظيم رئیس مولوي معلم احمد حقاني، د مقام د دفتر آمر استاد احمد نويد نوري، د اړوندو پوهنتونونو مسؤولینو، استادانو او د ازموینو ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شول. د ازموینو عمومي اداره هڅه کوي، چې ټولې ډله‌ییزې ازموینې د شفافیت، عدالت او معیاري اصولو له مخې تنظیم او ترسره کړي، ترڅو ټولو ګډونوالو ته د سالمې او برابرې سیالۍ زمینه برابره شي.