د عامې روغتیا وزارت اړوند دا ازموينه نن(دوشنبه، زمري ۲۰ مه) د ازموینو ملي ادارې غړو او ممتحن استادانو تر نظارت لاندې، له بشپړ شفافیت سره پای ته ورسېده. ازموینو ملي اداره، د شفافو، عادلانه او اصولي ازموینو په اخيستلو ژمنه ده او تل هڅه کوي، چې وړ اشخاص د رڼو پروسو له لارې بریالي او اړوندو ادارو ته ور وپېژني. د يادو ازموینو پایلې به ډېر ژر اعلان او له هېوادوالو سره شریکې شي.