ازموینو ملي ادارې نن د طب او ستوماتولوژي پوهنځیو فارغانو څخه د ١٤٠٤ کال ایګزیټ ازموینه واخیسته. د یادې ازموینې پرانیستغونډه د ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحیم الله حقاني، د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون مسؤولینو، استادانو او ګډونوالو په حضور کې ترسره شوه. په پرانیستغونډه کې د ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحیم الله حقاني د ایګزیټ ازموینې ارزښت په اړه خبرې وکړې او د یادې ازموینې مدیریت او روڼتیا په برخه کې یې د ازموینو ملي ادارې د کړنو په اړه معلومات ورکړل. ازموینو ملي ادارې مرستیال وویل طب پوهنځیو فارغانو تحصیلي او همدارنګه ستاژ دوره بشپړه کړې او ایګزيټ ازموینه کې د بریالیتوب په صورت کې ورته د تخصصي زده کړو، عملي کار او خدمت زمینه برابریږي. نوموړي وویل ډاکټران د ټولنې خورا مهم قشر دی، پر دوی د ملت پانګه مصرف شوې او دوی باید په نېک نیت سره د ټولنې خدمت ته جدې پاملرنه وکړي، څو په طبي برخو کې د هېوادوالو ستونزې راکمې شي. شیخ صاحب همدارنګه ګډونوالو ته د ازموینې د روڼتیا ډاډ ورکړ او ویې ویل د ازموینې پوښتنې د متخصصو استادانو له لورې جوړې شوي او پوره هڅه شوې څو ازموینه کې ګډونوالو ته اسانتیاوې برابرې شي. په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت امارتي محصلانو د چارو رئیس مولوي حضرت الله مبارک د ازموینې لپاره د فراغت معلوماتو تائیدۍ پروسه کې دقت، د پوښتنې منابعو راکمولو او ازموینو کمېټې ته د پوښتنو جوړولو په موخه د متخصصو استادانو ورپېژندلو په تړاو معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ چې د ازموینې په جوړښت کې یې د تحصیلي بنسټونو وضعیت او د هېواد شرایط په نظر کې نیولي دي. د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال استاد صلاح الدین ایوبي په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ایګزیټ ازموینې اهمیت په اړه معلومات ورکړل او له هغوی يې وغوښتل چې ډاکټران باید یوازې په ایګزیټ ازموینه کې په بریالیتوب بسنه ونه کړي، بلکې د ښه خدمت او مسلکیتوب لپاره باید نورې لوړې او تخصصي زده کړې وکړي او په طبي برخه کې د ټولنې ستونزې حل کړي. د ١٤٠٤ کال ایګزیټ ازموینې ته له ټول هېواد څخه د معالجوي طب او ستوماتولوژي پوهنځیو (۹۳۷۷) فارغانو په ازموینه کې ګډون کړی وو، چې نن(لړم ٢٣مه) یې په کابل او پولي تخنیک پوهنتونونو کې یې ازموینه په منظمه او شفافه توګه واخیستل شوه.