د کابل ولايت د کانکور ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو د ثبت لړۍ چې څلور ورځې يې دوام وکړ نن(چهارشنبه) د مازديګر (۴) بجې پای ته ورسېده.
Published on: **2026-06-03 11:31:22** | Views: 85
د کابل ولايت د کانکور ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو د ثبت لړۍ چې څلور ورځې يې دوام وکړ نن(چهارشنبه) د مازديګر (۴) بجې پای ته ورسېده.
د ازموينو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور درېیم پړاو ازموینه کې د کابل ولایت د دولسمو ټولګیو فارغان شامل دي.
د دغه پړاو ازموینه سبا(پنجشنبه، جوزا ۱۴ مه) او (جمعه، جوزا ۱۵ مه) نېټه په کابل پوهنتون کې اخيستل کېږي.
همدارنګه د کابل ولايت د ديني مدارسو، شپې پوهنځيو او اختصاصي(څوارلسم پاسانو) ازموينه، چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموينې په څلورم پړاو کې تنظيم شوې، د جوزا مياشتې په (۲۲ مه) نېټه په مرکز کابل کې اخيستل کېږي.