د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) درېیم پړاو تحریري ازموینه ترسره شوه!
Published on: **2026-09-14 07:28:11** | Views: 63
د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) درېیم پړاو تحریري ازموینه ترسره شوه!
د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) درېیم پړاو تحریري ازموینه، چې د (انتانی، توبرکلوز، داخله صدری، انستیزی، داخله اطفال، داخله عمومی و جلدی) څانګو ګډونوال په کې شامل وو، ازموینه یې نن (دوشنبه، د وږي ۲۳مه) نېټه، په کابل پوهنتون کې ترسره شوه.
د یادې ازموینې د پوښتنو صندوق د عامې روغتیا وزارت استازو، د ازموینو عمومي ادارې مسؤولینو، ممتحن استادانو او د ازموینې ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شو.
د عامې روغتيا وزارت اړوند د جامع ازموينه په څلورو پړاوونو کې تنظيم شوې، چې د وروستي يا څلورم پړاو ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو ثبت پروسه به يې د چهارشنبې په ورځ(وږي ۲۵ مه) نېټه په ازموينو عمومي اداره کې ترسره شي.