د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور څلورم پړاو ازموینې د درېیمې ورځې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر ترسره شو.
Published on: **2026-06-11 11:12:51** | Views: 109
د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور څلورم پړاو ازموینې د درېیمې ورځې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر ترسره شو.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور څلورم پړاو د درېیمې ورځې ازموینې د ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت لړۍ نن پنجشنبه، د غبرګولي/جوزا میاشتې په (۲۱مه) نېټه، چې د سهار له (۶) بجو څخه پیل شوې وه، د مازدیګر تر (۴) بجو پورې یې دوام درلود.
یاده لړۍ په ترڅ کې یې د ګډونوالو بایومتریک معلومات د ازموینو عمومي ادارې د ټاکل شوو اصولو او معیارونو له مخې ثبت شول، څو د ازموینې بهیر په بشپړ شفافیت او اعتبار سره ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر له بشپړېدو وروسته، ټاکل شوې ده د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور څلورم پړاو ازموینه سبا جمعه، د غبرګولي/جوزا میاشتې په (۲۲مه) نېټه، په کابل پوهنتون کې واخیستل شي.
د ازموینو عمومي اداره د عدالت، شفافیت او امانتدارۍ پر بنسټ د کانکور ازموینې ټول پړاوونه تنظیموي، ترڅو ټولو ګډونوالو ته د سالمې او برابرې سیالۍ زمینه برابره شي.