د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) درېیم پړاو تحریري ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر پیل شو!
Published on: **2026-09-13 05:03:06** | Views: 69
د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) درېیم پړاو تحریري ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر پیل شو!
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) درېیم پړاو تحریري ازموینه کې (انتانی، توبرکلوز، داخله صدری، انستیزی، داخله اطفال، داخله عمومی او جلدی) څانګې شاملې دي، چې د ازموينې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر يې نن یکشنبه، د ۱۴۰۵ کال وږي میاشتې په (۲۲مه) نېټه، د سهار له (۸) بجو څخه د ازموينو عمومي اداره کې پیل شوی او د مازدیګر تر (۴) بجو پورې به دوام ولري.
ټاکل شوې، چې د يادو څانګو ازموينه به سبا (دوشنبه)، د ۱۴۰۵ کال وږي میاشتې په (۲۳مه) نېټه په کابل پوهنتون کې واخيستل شي.