د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل ولایت ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور درېیم پړاو د دویمې ورځې ګډونوالو بایومتریک معلوماتو د ثبت لړۍ نن پیل شوه. دغه بهیر نن دوشنبه، د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي/جوزا میاشتې په (۱۱مه) نېټه د سهار له (۶) بجو څخه پیل شوی، چې تر سه شنبې او چهارشنبې ورځو پورې به دوام ولري. په یاده پروسه کې د کابل ولایت د عمومي کانکور درېیم پړاو ازموينې د ګډونوالو بایومتریک معلومات د ازموینو عمومي ادارې د اصولو او ټاکلو معیارونو له مخې ثبتېږي، څو د ازموینې بهیر په شفاف، منظم او باوري ډول ترسره شي. ټاکل شوې ده، چې د یاد پړاو د درېيمې ورځې د ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه به سبا سه‌شنبه په کابل پوهنتون کې ترسره شي. د ازموینو عمومي اداره هڅه کوي، چې د کانکور ازموینې ټول پړاوونه د شفافیت، عدالت او منظم مدیریت له مخې پرمخ یوسي، ترڅو ټولو ګډونوالو ته د سالمې سیالۍ زمينه برابره شي.