په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د نابینایانو او ناشنوایانو اختصاصي کانکور ازموینه واخیستل شوه.
Published on: **2026-09-24 10:09:58** | Views: 27
په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د نابینایانو او ناشنوایانو اختصاصي کانکور ازموینه واخیستل شوه.
د يادې ازموينې پرانيستې مراسمو کې د ازموينو عمومي ادارې د اداري او تخنيکي چارو مرستيال شيخ رحيم الله حقاني، د لوړوزده کړو وزارت د محصلانو چارو معين شيخ ضياءالرحمن اريوبي، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس مولوي غلام حيدر شهامت، بېلابېلو مسؤولينو او د ازموينې ګډونوالو حضور درلود.
په دغه غونډه کې د ازموینو عمومي ادارې د اداري او تخنیکي چارو مرستیال شیخ رحیمالله حقاني د ازموینې بهیر او شفافیت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: «د ټولو ازموینو پوښتنې د مسلکي استادانو له لوري په ډېره دقيقه توګه د ځانګړو طرزالعلونو مطابق برابريږي، په خوندي شکل د ازموينې تر محل پورې رسېږي، ازموينه په شفافه توګه اخيستل کېږي او پايلې يې د ځانګړو عصري سيستمونو له لارې د انساني لاسوهنې څخه خوندي چمتو کېږي.»
شيخ رحيم الله حقاني زیاته کړه: «د ازموینو عمومي اداره د هېواد د بېلابېلو امارتي ادارو لپاره د ازموینو د اخیستلو ترڅنګ، هڅه کوي چې د ازموينې ټول بهیرونه په شفاف، منظم او عادلانه ډول ترسره کړي، څو حق - حقدار ته ورسېږي.»
د لوړو زدهکړو وزارت د محصلانو چارو معين شيخ ضياءالرحمن اريوبي له نابينايانو او ناشنوايانو سره مرسته او همکاري خیر او صدقه جاریه وبلله او زیاته یې کړه، چې د دغو وګړو د ملاتړ او پاملرنې په اړه په قرآني آیتونو او نبوي احادیثو کې هم ټینګار شوی او بايد لا ډېره پاملرنه ورته وشي، څو لوړې زده کړې ترلاسه کړي.
ياده ازموينه د هېواد په څلورو زوني ولايتونو (ننګرهار، کابل، بلخ او هرات) کې تنظيم شوې وه او (۱۱۷) تنو داوطلبانو په کې ګډون کړی وو، چې ازموينه يې نن(پنجشنبه، تلې ۲ مه) نېټه په ټاکل شويو محلونو کې واخيستل شوه.