د ازموینو عمومي ادارې او د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترمنځ د برېښنايي پېژندپاڼو د انټرکان سیسټم د کارونې هوکړه لیک لاسلیک شو.
Published on: **2026-08-06 10:42:23** | Views: 44
د ازموینو عمومي ادارې او د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترمنځ د برېښنايي پېژندپاڼو د انټرکان سیسټم د کارونې هوکړه لیک لاسلیک شو.
په همدې موخه د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي مرستیال شیخ رحیم الله حقاني او د احصایې او معلوماتو ادارې د نفوسو د احوالو ثبتولو مرستیال مولوي محمد نبي نصرت په مشرۍ د دواړو ادارو ګډه ناسته ترسره شوه، چې په پای کې یې د یاد سیسټم د کارونې هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دې هوکړه لیک له مخې به د انټرکان سیسټم د ازموینو عمومي ادارې ته د لاسرسي وړ وګرځي، د برېښنايي پېژندپاڼو له معلوماتو څخه به د قانوني استفادې زمینه برابره شي، د داوطلبانو د هویت د تثبیت بهیر به لا چټک او اسانه شي او د دواړو ادارو ترمنځ به همغږي او ګډه همکاري لا پیاوړې شي.
د یاد هوکړه لیک په عملي کېدو سره به هغو ګډونوالو ته، چې په شهرت کې يې تېروتنه شوې وي او د بيا اصلاح په موخه د ازموينو عمومي ادارې ته مراجعه کوي، ګڼې اسانتياوې برابرې شي او د شهرت د اصلاح پروسه به لا چټکه او دقيقه شي.