د ازموینو عمومي ادارې له لوري د عامې روغتیا وزارت د ملکي او نظامي ټرينري تخصص بستونو ازموینې ګډونوالو بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه په منظمه توګه ترسره شوه.
Published on: **2026-04-27 11:35:14** | Views: 75
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د عامې روغتیا وزارت د ملکي او نظامي ټرينري تخصص بستونو ازموینې ګډونوالو بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه په منظمه توګه ترسره شوه.
یاده پروسه نن دوشنبه، د روان ۱۴۰۵ کال د غویي/ثور میاشتې په ( ۷ مه) نېټه د سهار له (۷:۳۰) بجو پیل او د مازدیګر تر څلور بجو پورې یې دوام درلود.
په دې پروسه کې د یادې ازموینې د (انتانی، رادیولوژی (نظامی)، صحت روانی، گوش و گلو، انستیزی، جراحی اطفال و توبرکلوز) بستونو ګډونوالو د بایومتریک معلومات د ازموینو عمومي ادارې د اصولو له مخې ثبت شول، څو ازموينه یې په شفاف او منظم ډول ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت د ملکي او نظامي ټرينري تخصص بستونو ازموینه به سبا سه شنبه (غویي/ثور ۸ مه) نېټه د ازموينو عمومي اداره کې واخيستل شي.