د کانکور څلورم پړاو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت دویمه ورځ پیل شوه.
Published on: **2026-06-10 06:18:08** | Views: 60
د کانکور څلورم پړاو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت دویمه ورځ پیل شوه.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور د څلورم پړاو د ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر دویمه ورځ نن چهارشنبه، د غبرګولي/جوزا میاشتې په ۲۰مه نېټه، د سهار له ۶ بجو څخه پیل شوه، چې د مازديګر تر ۴ بجو پورې به دوام ولري.
په دې بهیر کې د کانکور ګډونوالو بایومتریک معلومات د ټاکل شویو اصولو او معیارونو له مخې ثبتېږي، ترڅو د ازموینې د بهیر شفافیت، دقت او اعتبار لا پیاوړی شي.
د یادونې وړ ده، چې د مهالوېش له مخې، د کانکور د څلورم پړاو د ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت درېیمه ورځ به سبا پنجشنبه په کابل پوهنتون کې ترسره شي.
د ازموینو عمومي اداره د کانکور ازموینو د چارو د منظم مدیریت، شفافیت او عدالت د تأمین په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي، څو ټولو ګډونوالو ته د برابرې او سالمې سیالۍ فرصت برابر شي.