د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا عمومي ریاست اړوند د طبي فعالیت جواز (ستوماتولوژي) ازموینه واخيستل شوه. نن جمعه، د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په (۲۴مه) نېټه، د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا عمومي ریاست اړوند د طبي فعالیت جواز (ستوماتولوژي) ازموینه، په کابل پوهنتون کې ترسره شوه. د ازموینې د پوښتنو صندوق د ازموینو عمومي ادارې د اداري او تخنیکي چارو مرستیال شیخ رحیم الله حقاني، د کابل پوهنتون مسؤولینو، ممتحن استادانو او ازموینې ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شو او د ازموینې له بهیر څخه څارنه وشوه. د يادې ازموینې پایلې به یې د دې ادارې د کاري بهیر او سیستم له مخې، د شکایتونو له څېړلو څخه وروسته له تاسو سره شریکې شي.