د یادې ازموینې په پرانېستغونډه کې د کابل طبي پوهنتون رئیس شیخ مولوي احسان الله ابوالفیضان د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وينا ترڅنګ، د علم په ارزښت خبرې وکړې، د هېواد ځوانان یې لا ډېرو زده کړو او بېلابېلو علومو زده کولو ته وهڅول. ورپسې د ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحیم الله حقاني په خپلو خبرو کې وویل: هېواد مو تېرو څو لسېزو بحرانونو له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کړی و او له نېکه مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد جوړونې او ابادۍ لپاره لازم فرصتونه رامنځته شوې دي او ځوانان باید له دې فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې خپل هېواد له نورو هېوادونو سره په هر ډګر کې سیال کړي. د ازموینې پرانېستغونډې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو معین قاري عبدالولي صدیقي وویل: د ازموینو ملي ادارې په ټولو ازموینو کې شفافیت موجود دی همدارنګه ددې ازموینې پوښتنې د متخصصو او مجربو استادانو لخوا له اعلان شویو مأخذونو څخه په معیاري ډول جوړې شوې دي. د یادې ازموینې له جریان څخه د ازموینو ملي ادارې عمومي رئیس الحاج شیخ دوکتور عبدالباقي حقاني، د ازموینو ملي ادارې ممتحن پلاوي او د اړونده پوهنتونونو مسؤولینو څارنه او نظارت ترسره کړ. الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني صاحب د ازموینې د شفافیت په اړه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، نوموړي وويل، چې ازموینو ملي اداره به هېڅکله خپل رسالت او مسؤولیت د سمت، ژبې، اړیکو او واسطو قرباني نه کړي او هر ګډونوال به د خپل استعداد په اساس نمرې ترلاسه کړي. د ازموینو ملي ادارې له لوري د عامې روغتیا وزارت او نظامي تخصصي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال اکمال تخصص بستونو ازموینه چې نن يکشنبه ( مرغومي/جدي، ۷ مې) نېټې ته پلان شوې وه، په منظمه او شفافه توګه واخیستل شوه.