د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) دويم پړاو تحریري ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر پیل شو!
Published on: **2026-09-10 03:58:57** | Views: 103
د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) دويم پړاو تحریري ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر پیل شو!
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د عامې روغتیا وزارت اړوند د جامع (Comprehensive) دويم پړاو تحریري ازموینه کې (جراحي اعصاب، جراحي سوځېدنې او پلاستیک، جراحي صدري، جراحي قلب، داخله قلبي او یورولوژي) څانګې شاملې دي، چې د ازموينې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر يې نن پنجشنبه، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په (۱۹مه) نېټه، د سهار له (۸) بجو څخه د ازموينو عمومي اداره کې پیل شو، چې د مازدیګر تر (۴) بجو پورې به دوام ولري.
د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر د ازموینو عمومي ادارې د ټاکل شویو اصولو او معیارونو له مخې ترسره کېږي، ترڅو د ازموینې ټول پړاوونه په منظم، شفاف او باوري ډول ترسره شي.
دغه ازموينه به سبا (جمعه) ، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په (۲۰مه) نېټه واخيستل شي.