د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) دويم پړاو تحریري ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر ترسره شو.
Published on: **2026-09-10 11:13:17** | Views: 109
د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) دويم پړاو تحریري ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر ترسره شو.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د عامې روغتیا وزارت اړوند د جامع (Comprehensive) دويم پړاو تحریري ازموینه کې (جراحی اعصاب، جراحی سوختگی و پلاستیک، جراحی صدری، جراحی قلب، داخله قلبی و یورولوژی) څانګې شاملې دي، چې د ازموينې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر يې نن پنجشنبه، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په (۱۹مه) نېټه، د سهار له (۸) بجو څخه د ازموينو عمومي اداره کې پیل شوی و، چې د مازدیګر تر (۴) بجو پورې يې دوام درلود.
د يادو څانګو ازموينه به سبا (جمعه) ، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په (۲۰مه) نېټه د ازموينو عمومي اداره کې واخيستل شي.