د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه په شفاف او منظم ډول واخیستل شوه!
Published on: **2026-08-08 03:45:18** | Views: 40
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه په شفاف او منظم ډول واخیستل شوه!
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ماسټرۍ (فقه او قانون، اسلامي اقتصاد او بانکوالي، قضاء او شرعي سیاست، مایکروبیولوژي، طبي ټکنالوژي لابراتوار، صنعتي انجنيري، د کانونو استخراج انجنیري او مدیریت، زراعتي اقتصاد او کلیو پراختیا) برنامو ازموینه نن پنجشنبه، د ۱۴۰۵ کال د زمري/اسد میاشتې په (۱۵مه) نېټه، په کابل پوهنتون کې د بشپړ شفافیت، عدالت او منظم بهیر له مخې ترسره شوه.
د یادې ازموینې د پوښتنو صندوق د ازموینو عمومي ادارې د استازو، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون مسؤولینو، استادانو او د ازموینې د ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شو، ترڅو د ازموینې ټول پړاوونه د روڼتیا، باور او شفافیت په فضا کې ترسره شي.
د ازموینو عمومي اداره ژمنه ده، چې د هېواد په کچه ټولې ډلهییزې ازموینې د عدالت، شفافیت او امانتدارۍ پر بنسټ تنظیم او ترسره کړي، ترڅو ټولو ګډونوالو ته د سالمې او برابرې سیالۍ زمینه برابره شي.