د جامع (Comprehensive) ازموینې د څلورم پړاو ګډونوالو بایومتریک معلومات ثبت شول! د عامې روغتیا وزارت اړوند د جامع (Comprehensive) ازموینې د څلورم او وروستي پړاو تحریري ازموینې د ګډونوالو بایومتریک معلومات، نن چهارشنبه د وږي میاشتې په (۲۵مه) نېټه، د ازموینو عمومي اداره کې ثبت شول. د یاد پړاو په تحریري ازموینه کې «ستوماتولوژی، گوش و گلو، جراحی عمومی، نسایی ولادی، جراحی وجه و فک، جراحی عمومی و تروماتولوژی و چشم» څانګې شاملې دي، چې د ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر د سهار له (۸) بجو څخه پیل او د مازدیګر تر (۴) بجو پورې يې دوام وکړ. د بایومتریک معلوماتو ثبت د ازموینې ګډونوالو د هویت دقیق تثبیت، د ازموینې روڼتیا او اعتبار د لا پیاوړتیا او د ګډونوالو معلوماتو منظم او خوندي ثبت په برخه کې مهم رول لري. ټاکل شوې، چې د یادو څانګو تحریري ازموینه سبا پنجشنبه، د وږي میاشتې په (۲۶مه) نېټه ترسره شي.