یاده ازموینه چې نن او سبا د جمعې په ورځ به دوام ولري، په ترڅ کې به یې شاوخوا (۲۰ زره) تنه د ښوونځیو او دیني مدارسو فارغان ګډون وکړي. د یادې ازموینې پرانیستې مراسمو کې د ازموینو ملي ادارې مشرتابه، د پوهنې وزارت، کابل پوهنتون او تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤولینو ګډون درلود. ازموینو ملي ادارې مشر الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي "حقاني" د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه په ټول هېواد کې یوه بریالۍ پروسه یاده کړه او په یاده پروسه کې د ځوانانو پراخه ګډون یې د تحصیلي پرمختګ لپاره مهم ګام وباله. شیخ عبدالباقي حقاني ځوانانو ته په خطاب کې وویل: ((نظام په تعلیمي او تحصیلي برخو کې خپلو مسؤولیتونو او ځوانانو ته د پراخه علمي اسانتیاوو برابرو ته متوجې دی او ځوانان هم باید د شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستې زیار وباسي او خپلې وړتیاوې په علمي برخو کې څرګندې کړي.)) ښاغلي حقاني زیاته کړه: د هېوادونو د سیالۍ او پرمختګ راز د علمي اساساتو پیاوړتیا او د ټولنې همت پورې اړه لري او اوس د دې وخت دی، چې زموږ ځوانان په بېلابېلو برخو کې په افغاني او اسلامي فکر سره و روزل شي او د خپل هېواد سیال کېدو لپاره هڅې وکړي. ازموینو ملي ادارې سرپرست همدارنګه په کانکور ازموینه کې د رامنځته شویو سهولتونو په تړاو معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: اوس په کانکور ازموینه کې د ځوانانو تشویشونه له منځه تللي، پوښتنې ساده او تخصصي شوي، د ازموینې وخت زیات شوی، عامه پوهاوي ته ځانګړې پاملرنه شوې او د ازموینې شفافیت تر پخوا لا زیات شوی دی. ازموینو ملي ادارې سرپرست وویل: لکه څرنګه چې د نظام غوښتنه حق حقدار ته سپارل دي، په همدې اساس د ازموینو ملي ادارې یواځینۍ موخه هم د وړ استعدادونو تشخیص دی او هر ځوان ته د هغه له استعداد او ټاکنې سره سم، د خپل حق ورکول دي. د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز په خپلو خبرو کې د پوهنتونونو پر علمي فعالیتونو او ځوانانو ته په رامنځته شویو سهولتونو خبرې وکړې او هغوی یې وهڅول چې نوي علمي محیط ته په راتګ سره خپلو راتلونکو مسؤولیتونو ته متوجه شي، زده کړې وکړي، زیار وباسي، څو خپل راتلونکی جوړ کړي. دغه راز نوموړي د کانکور ازموینې شفافې او بریالۍ پروسې له امله د ازموینو ملي ادارې کړنې وستایلې. په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال شیخ مولوي کرامت اخندزاده او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت په اسلامي او افغاني روحیه د ځوانانو پر روزنه خبرې وکړې او د افغانستان اسلامي امارت له لورې د تعلیمي برنامو ایجاد، تعلیمي نصابونو اصلاح او ځوانانو ته د رامنځته شویو خدماتو په تړاو یې معلومات ورکړل. د غونډې په پای کې د پوښتنو صندوق د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني او راغلو مشرانو له لورې د ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شو. پنجشنبه، د ۱۴۰۴ چنګاښ/ سرطان ۱۲ مه