د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل ولایت ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور درېیم پړاو دوېمې ورځې ازموينه په بشپړ شفافیت سره واخیستل شوه.
Published on: **2026-06-05 07:34:39** | Views: 111
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل ولایت ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور درېیم پړاو دوېمې ورځې ازموينه په بشپړ شفافیت سره واخیستل شوه.
د یادې ازموینې پرانیسته نن په کابل پوهنتون کې د ازموینو عمومي ادارې استازو، د کابل پوهنتون مسؤولینو او استادانو په حضور کې ترسره شوه.
د ازموینو عمومي ادارې مسؤولینو له لوري د عمومي کانکور ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړل شو، چې د ازموینې پوښتنې د متخصصو او تجربه لرونکو استادانو له لوري ترتیب شوي او ټول علمي او مسلکي معیارونه په کې په پام کې نیول شوي دي.
اړونده ازموینه نن جمعه د جوزا ۱۵مه نېټه په کابل پوهنتون کې د بشپړ شفافیت، عدالت او منظم بهیر په ترڅ کې واخیستل شوه.
د ازموینو عمومي اداره د شفافو پروسو له لارې ټولې ډله ييزې ازموينې په شفافه توګه اخلي او پايلې يې د عدالت پر بنياد چمتو او اعلانوي.