د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) ازموینې څلورم پړاو تحریري ازموینه واخیستل شوه!
Published on: **2026-09-17 12:24:04** | Views: 40
د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) ازموینې څلورم پړاو تحریري ازموینه واخیستل شوه!
د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) ازموینې د څلورم او وروستي پړاو تحریري ازموینه کې د (ستوماتولوژی، گوش و گلو، جراحی عمومی، نسایی ولادی، جراحی وجه و فک، جراحی عمومی و تروماتولوژی و چشم) څانګې شاملې وې، چې ازموينه يې نن پنجشنبه (وږي۲۶مه) نېټه په ټاکل شويو محلونو کې واخيستل شوه.
د دغې ازموینې د پوښتنو صندوق د عامې روغتیا وزارت استازو، د ازموینو عمومي ادارې مسؤولینو، استادانو او د ازموینې ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شو او د ازموینې له صحنې څخه جدي څار ترسره شو.
د جامع څلورو پړاوونو ازموينو پايلې به د ازموينې ګډونوالو د ثبت شويو شکايتونو تر څېړلو وروسته په عادلانه او شفاف ډول اعلان شي.