د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه کې (۱۲۰ زره) تنو ګډون کړی وو.
Published on: **2026-06-12 07:44:50** | Views: 251
د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه کې (۱۲۰ زره) تنو ګډون کړی وو.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه په څلورو پړاوونو کې تنظیم شوې وه.
د کانکور ازموينې په لومړي پړاو کې د هېواد(۱۵) ولایتونه، دویم پړاو کې (۱۸) ولایتونه او درېیم پړاو کې د کابل ولايت دولسمو ټولکيو فارغان شامل وو.
دغه راز په څلورم يا وروستي پړاو کې د تېرو درېیو پړاوونو غیرحاضران، خارج مرز فارغان، د اقوامو او قبایلو فارغان، د کابل ولایت د دیني مدرسو فارغان، د څوارلسمو ټولګیو فارغان او د شپې پوهنځیو داوطلبان شامل وو، چې نن(جمعه، جوزا ۲۲ مه) نېټه يې ازموينه په کابل پوهنتون کې په خورا منظم او شفاف ډول واخيستل شوه.
همدارنګه د ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د څوارلسمو ټولګیو فارغانو ازموینه به په جلا توګه تنظیم او ترسره شي.