د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر ترسره شو!
Published on: **2026-08-04 03:42:36** | Views: 15
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر ترسره شو!
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ (تفسیر، ښوونیز مدیریت او رهبري، فقه او ټولنپوهنه) برنامو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر نن دوشنبه، د ۱۴۰۵ کال د زمري/اسد میاشتې په (۱۲مه) نېټه، د سهار له (۸) بجو څخه پیل شوی و، چې د مازدیګر تر (۴) بجو پورې یې دوام درلود.
د یادونې وړ ده، چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ (تفسیر، ښوونیز مدیریت او رهبري، فقه او ټولنپوهنه) برنامو ازموینه به سبا سهشنبه، د ۱۴۰۵ کال د زمري/اسد میاشتې په (۱۳مه) نېټه، په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې واخیستل شي.