د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) دویم پړاو تحریري ازموینه واخیستل شوه! د ازموینو عمومي ادارې له لوري د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) د دویم پړاو تحریري ازموینه کې د (جراحی اعصاب، جراحی سوختگی و پلاستیک، جراحی صدری، جراحی قلب، داخله قلبی و یورولوژی) څانګو ګډونوالو ازموینه نن (جمعه، د وږي ۲۰ مه) نېټه، د ازموینو عمومي اداره کې واخیستل شوه. د دغې ازموینې د پوښتنو صندوق د عامې روغتیا وزارت استازو، د دې ادارې مسؤولینو، استادانو او د ازموینې ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شو او د ازموینې له بهیر څخه جدي څار ترسره شو. د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) درېیم پړاو د (انتانی، توبرکلوز، داخله صدری، انستیزی، داخله اطفال، داخله عمومی و جلدی) څانګو تحریري ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر به د یکشنبې په ورځ، د وږي مياشتې په (۲۲مه) نېټه، د ازموینو په عمومي اداره کې ترسره شي.