د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې درېیم دور اخیستلو بهیر نن د هېواد په لسو ولایتونو کې پیل شو.
Published on: **2025-11-23 10:58:31** | Views: 14
د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې درېیم دور اخیستلو بهیر نن د هېواد په لسو ولایتونو کې پیل شو.
د یادې ازموینې پرانیسته نن په بلخ ولایت کې د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي "حقاني"، بلخ پوهنتون رهبري، استادانو او د یاد ولایت بېلابېلو ادارو مسؤولینو په حضور کې شوه.
د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي "حقاني" په یاده پرانیسته کې د وینا پر مهال ځوانان علمي پرمختګونو او راتلونکو مسؤولیتونو ته وهڅول او ویې ویل: ((د هېواد د آبادۍ ذیمه واري د ځوانانو ده او دوی باید په دیني او عصري برخو کې د ولس خدمت ته متوجې شي.))
شیخ صاحب وویل: ((د یوې ټولنې او هېواد د پرمختګ یو مهم اصل کار اهل کار ته سپارل، د وړ استعدادونو پېژندل او له هغې څخه په سم ځای کې کار اخیستل دي او د ازموینې موخه هم دا ده څو با استعداده اشخاص معلوم او هر څوک د خپلې وړتیا سره سم مربوطه رشتې ته ورپېژندل شي.))
نوموړي وویل: ((دا چې ځوانانو دولس کلنه تعلیمي دوره بشپړه کړې او د پوهنتونونو لپاره رقابت کوي څو د ولس خدمت لپاره ځانونه اماده کړي، د خوښۍ ځای دی او د ازموینو ملي اداره په دې لاره کې د ټولو ځوانانو د هڅو او زحمتونو کدر کوي.))
ازموینو ملي ادارې مشر زیاته کړه: افغانستان یوازې د افغانانو په لاس جوړیدی شي او اسلامي امارت هڅه همداده چې د دیني مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې د غوره تحصیلي زمینو برابرولو له لارې خپل ځوانان په داسې مسلکي ډول تربیه کړي چې د هېواد د ترقۍ لپاره کار وکړي.
ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني ډاډ ورکړ چې د کانکور ازموینو په سېستم کې مو د ځوانانو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي، پوښتنې تر پخوا ساده شوي او په ازموینه کې شفافیت ډېر شوی چې له امله به یې د هیچا حق ضایع نه شي.
د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې درېیم دور نن په تخار، بدخشان، کندز، بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب، سرپل، بادغیس او هرات ولایتونو کې پیل شوی چې سبا هم دوام لري.
د کانکور ازموینې د دریم دور پای ته رسېدو سره به د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه په ولایاتو کې بشپړه او راتلونکې اونۍ به په کابل کې د کانکور عمومي ازموینه واخیستل شي.
د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې وروستی دور به د همدې(چنګاښ) میاشتې په ۲۰ مه نېټه ترسره شي.