د اسد ۲۴مه، د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ویاړلې ورځې په مناسبت ټولو درنو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم!
Published on: **2026-08-16 10:03:45** | Views: 86
د اسد ۲۴مه، د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ویاړلې ورځې په مناسبت ټولو درنو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم!
دا ورځ د افغان ولس د مېړانې، قربانۍ او خپلواکۍ د تاریخ یوه روښانه بېلګه ده.
د دغې وياړلې خپلواکۍ او حق لارې ټولو شهیدانو ته دې الله تعالی جنت الفردوس په برخه کړي.
الله تعالی دې د مجاهدينو ستړياوې، تکليفونه او قربانۍ په خپل دربار کې قبولې کړي او متعال رب دې اجرونه ورکړي.
افغانان له خپل دین، ګډو ارزښتونو او خپلواکۍ سره ژوره مینه لري. زموږ ملت د خپلې خاورې پر وړاندې پردی تسلط او اشغال نه مني او د خپل ګډ حاکمیت ساتنه خپل تاریخي ویاړ ګڼي.
د اسد ۲۴مه یوازې د یوې تاریخي بریا ورځ نه ده؛ بلکې د افغان ولس د یووالي، مېړانې، دیندوستۍ او خپلواکۍ غوښتنې د تلپاتې ارادې نښه ده.
دا ورځ د دې شاهدي ورکوي، چې په دې هېواد کې پردۍ نظريې نه منل کېږي او تل يې مخه نيول کېږي.
د ازموينو عمومي ادارې عمومي رئیس
الحاج دوکتور شيخ عبدالباقي حقاني