محترم شیخ صاحب د خپلې وینا پر مهال د کارکوونکو هڅې او کړنې وستایلې او هغوی یې لا زیات خدمت، مسئوولیت ‌منلو او ژمنتیا ته وهڅول. همدارنګه نوموړي د ۱۴۰۵ کال عمومي، دیني مدارسو، شپې پوهنځیو او خارج‌مرز کانکور ازموینو او نورو بېلابېلو ازموینو د ښه او منظم ترسره کېدو لپاره د بشپړ چمتووالي پر اړتیا ټینګار وکړ او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې په ټولو ازموینو کې د شفافیت اصل ته جدي پاملرنه وکړي. دغه راز، محترم شیخ صاحب د اسلام مبارک دین او ځینو غربي نظریو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې افغانان مسلمانان دي او تاریخ ته په کتو د افغانستان پر خاوره، له اسلام پرته بلې نظریې دوام نه دی کړی؛ نو ځکه موږ او تاسې مکلف یو، چې خپلې ټولې چارې د اسلامي اصولو په رڼا کې پر مخ یوسو، تر څو زموږ هڅې د دنیا او آخرت د کامیابۍ لامل وګرځي.