د ازموینو عمومي ادارې عمومي رئیس الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني په مشرۍ په ولایتونو کې د ازموینو اخیستلو په موخه ټاکل شویو پلاوو سره ناسته ترسره شوه.
Published on: **2026-08-10 04:22:17** | Views: 118
د ازموینو عمومي ادارې عمومي رئیس الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني په مشرۍ په ولایتونو کې د ازموینو اخیستلو په موخه ټاکل شویو پلاوو سره ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د ازموینو عمومي ادارې عمومي رئیس الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني د ټاکل شویو پلاوو تېرې کړنې وستایلې او د راتلونکو ازموینو په شفاف ډول اخیستلو او ورته نورو برخو په اړه یې لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې روانه اوونۍ د هېواد (۱۹) ولايتونو د روغتيايي علومو انسټيټيوټونو ايګزيټ، د (۳۱) ولايتونو د علمای کرامو د سويې تثبيت(ثانويه او مافوق ثانويه) او د نیمروز ولایت اختصاصي کانکور ازموينې د ازموينو عمومي ادارې خبرتيا مطابق په ټاکل شويو محلونو کې اخيستل کېږي.
د يادو ازموينو داوطلبانو د بايومتريک معلومات به د روان کال زمري مياشتې په (۲۲مه) نېټه ثبت شي او ازموينه به يې په (۲۳مه) نېټه واخيستل شي.